د لواړګي زده کوونکي ولې له فاټا پوهنتون سره تړاو نه غواړي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر ضلعې د لواړګي (لنډي کوتل) زده کوونکي وايي چې له پېښور پوهنتون سره تړاو ختمېدل او له فاټا پوهنتون سره الحاق نه مني. هغه پوهنتون د وفاق تر انتظام لاندې د پخوانیو قبایلي سیمو یا فاټا په نوم نومول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د تعلیم صوبايي وزارت د سېپټېمبر پر ۲۷مه په یو فرمان کې له پېښور پوهنتون سره د لواړګي د کالج تړاو ختم کړ. حکومتي چارواکي او پوهان وايي چې د زده کوونکو اعتراض او احتجاج ناسم دی او د الحاق له بدلېدو سره پر زده کړو اغېز نه پرېوځي. نور په رپورټ کې.