د سولې نوبېل جایزه پر جاپان له اټومي حملو خوندي پاتې شویو ګټلې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سږ کال د سولې نوبېل جایزه د جاپان د نیهان هیډانکیو په نوم د خیر ښېګړې هغه تنظیم ګټلې ده چې بنسټګر یې د دویمې نړیوالې جګړې د اټومي بمونو حملو عیني شاهدان دي. امریکا هغه بمونه د جګړې د ګټلو لپاره د جاپان پر ناګاساکي او هېروشیما ښارونو غورځولي ول چې پراخه تباهي یې کړې وه. له بمونو د خوندي پاتې شویو خلکو تنظیم په نړۍ کې د اټومي وسلو د نه استعمال لپاره هلې ځلې کوي او پر هېوادونو فشار راوړي چې د پراخې ویجاړۍ وسلې دې نه جوړوي. دوی وايي، نوبېل جایزه به یې وهڅوي چې د جنګونو پر وړاندې خپله مبارزه لا زیاته کړي. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.