کراچۍ کې د احتجاج پر مهال یو تن وژل شوی دی

د اکتوبر پر ۱۳مه احتجاج کونکو د پولیسو ګاډي ته اور اچولی دی.

په کراچۍ کې د پولیسو او تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) قهرجنو مظاهره کوونکو ترمینځ نښتو کې یو تن وژل شوی دی.

تحریک لبیک تور پورې کړی چې د دوی یو غړی ماجد عزیز د پولیسو په ډزو وژل شوی او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي. پولیسو د ماجد عزیز مړینه تایید کړې خو ویلي یې دي چې د هغه د وژل کېدو په اړه به بشپړې پلټنې کوي ترڅو معلومه کړي چې هغه د چا په ډزو لګېدلی دی.

د کراچۍ پولیسو ویلي چې ټي ايل پي مظاهره کوونکو د پولیسو درې ګاډي سوځولي او یو شمېر پولیس یې ټپیان کړي دي. پولیسو تر ۴۰ زیات مظاهره کوونکي نیولي دي. دغه نښتې چې د مازدیګر په درې بجو پیل شوې وې او تر ماښامه روانې وې.

د سیند د کورنیو چارو وزیر ضیاء الحسن لنجار د پېښې نوټس اخیستی دی. د ټي اېل پي کراچۍ مشر، مفتي قاسم فخري، په خپل بیان کې له سیند حکومته غوښتنه کړې چې نیول شوي ټول کسان ژر تر ژره خوشي کړي او د ګوند د وژل شوي غړي ماجد عزیز په وژنه کې ککړ کسان ونیسي.


تحریک لبیک پاکستان یو مذهبي او سیاسي ګوند دی چې په ۲۰۱۵ز کال کې د خادم حسین رضوي لخوا جوړ شو. د بریلوي مکتب فکر دا ګوند د ناموس رسالت قانون د ساتنې او پلي کولو لپاره سخت دریځ غوره کړی او د دې قانون په ملاتړ یې پراخ احتجاجونه کړي دي. ټي اېل پي په پاکستان کې د مذهبي مسایلو په اړه یو فعال رول لوبوي او د خپلو سختو احتجاجونو له کبله پېژندل کېږي، چې زیاتره یې د تاوتریخوالي او شخړو سبب شوي دي.