هند د ښځو د اقتصادي پیاوړتيا لپاره نوی پروګرام پیلوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د هند حکومت د ښځو د پياوړتيا يو پروګرام پيل کړی چې د هغوی هنرونه د ډېرې ګټې په روزګار بدلوي. په بېلابېلو ښارونو کې د ښځو لپاره داسې مرکزونه جوړ شوي چې هغوی ته د خوښې کاروبار پيلولو روزنه او د وړو کارخانو چلولو مشينونه ورکوي. ښځې خوشاله دي او وايي چې دوی نه یوازې په لږ محنت سره ډېرې پیسې ګټي او خپلې کورنۍ له احتياجه ساتي بلکې د هېواد په اقتصادي وده کې لوی کردار لوبوي. بشيرګواښ په دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيو دا راپور جوړ کړی دی.