د بشري حقونو ادارو په سیند کې د فعالانو پر ضد د مقدمو ختمولو غوښتنه وکړه

د کراچۍ پولیس یوه احتجاج کونکې نیسي او د پولیسو ګاډي ته یې وړي ـ د اکتوبر ۱۳مې انځور.

د بخښنې نړیوال سازمان، ایمنسټي انټرنیشنل، او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن پر حکومت غږ کړی چې په کراچۍ کې د روادارۍ کمېټې غړي دې خوشې او د هغوی پر ضد مقدمې دې ختمې کړي.

دې ادارو د اکتوبر پر ۱۴مه، په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې د اکتوبر پر ۱۳مه، په کراچۍ کې د روادارۍ کمېټې سوله‌ ییزو فعالانو په سیند صوبه کې د سخت دریځۍ پر ضد احتجاج کاوه، چې پولیسو ووهل او ګڼ کسان یې ونیول.

په کراچۍ کې د سیند روادارۍ کمېټې فعالان وایي چې پولیسو پرې هغه وخت تشدد وکړ کله چې يې په سیند کې د زیاتېدونکې انتهاپسندۍ ضد احتجاج کاوه چې پکې يې غوښتنه کوله چې د ډاکټر شاهنواز په قتل کې ککړ کسان دي ونیول شي. ډاکټر شاهنواز په وروستیو کې د مذهب سپکاوي په تور وژل شوی وو.

د روادارۍ کمېټۍ د دې مظاهرې په ځواب کې د تحریک لبیک پاکستان پلویانو د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاج هڅه کوله چې د مخنيوي پر مهال يې له پوليسو سره اخ و ډب وشو. تحریک لبیک تور پورې کوي چې د پوليسو په ډزو کې يې یو غړی وژل شوی، پوليس د يو کس د وژلو پېښه تاييدوي خو وايي چې دا نه ده معلومه چې د چا په ډزو کې وژل شوی دی.

د کراچۍ پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ښار کې پر غونډو او مظاهرو بندیز وو نو ځکه یې د روادارۍ کمېټې او د هغوی پر ضد راوتلو تحریک لبیک پاکستان ډلې د غړو پر ضد کاروايي وکړه. د پولیسو په وینا، اکثره نیول شوي کسان خوشې شوي دي.