د ښځو د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام کې نن انګلستان او ویسټ انډیز سیالي لري

د نیو زیلینډ لوبغاړې د پاکستاني توپوهونکی په اوټ کېدو خوشاله دي ـ پخوانی انځور.

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام کې نن انګلستان او ویسټ اندیز لوبډلې یو بل ته مخامېږي.

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې د اکتوبر ۱۵مې دا سیالي د پېښور پر وخت د مازیګر پر اوو بجو پیلېږي.

تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۱۴مه د نيوزيلينډ د ښځو کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته په ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته ورسېده. په هغې سيالۍ کې لومړی بيټينګ نيو زيلينډ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۱۰ منډې جوړې کړې. د پاکستان د ښځو ملي لوبډلې ټولې لوبغاړې د ۵۶ منډو تر جوړولو وروسته اوټ شولې.

نيوزيلينډ تر دې ګټې وروسته په خپل ګروپ کې د اسټراليا تر څنګ نيمه پایلوبې ته لاره پيدا کړه. په دې توګه په دغه ګروپ کې هندۍ لوبډله هم له نړيوال جام نه ووتله ځکه چې نومرې يا پواينټونه یې کم دي. دویم سيمي فاينل ته د جنوبي افریقا، وېسټ انډيز او انګلينډ چانس شته دی.

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام له ۲۰۰۹ز کال راهیسې کېږي. دا د ښځو د کرکټ لپاره د یو له مهمو نړیوالو سیالیو څخه ګڼل کېږي. دا جام د نارینه‌ وو د ۲۰ اووره جام په څېر هر دوه یا درې کاله وروسته کېږي او د نړۍ غوره ټیمونه پکې برخه اخلي.

اسټرالیا تر اوسه له اوو نړیوالو جامونو څخه پینځه اتلولۍ ګټلې دي.