هند او کاناډا د یو بل ډيپلوماټان وویستل

د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې په کاناډا کې د یو سیک مذهبي مشر هردېپ سينګ نجر له وژل کېدو راهیسې خرابې دي: انځور له ارشیفه

کاناډا د هند د های کمېشنر يا سفیر په شمول شپږ هغه هندي ډيپلوماټان د اکتوبر پر ۱۴مه له خپل ملکه وویستل چې د يو سيک بېلتونپاله مشر له وژنې سره یې تړي.

په همغه ورځ، هند هم د غبرګون په ښوولو سره شپږو کاناډايي ډيپلوماټانو ته د وتلو امر وکړ. په دوی کې په نوي ډیلي کې د کاناډا سرپرست سفیر هم شامل دی.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزیرې مېلاني جولي ويلي چې حکومت یې له هنده غوښتي وو چې د جنايي فعاليتونو د تورونو په اړه پوښتنو لپاره دې د دغو شپږو ډيپلوماټانو، ديپلوماتيک معافیت لرې کړي خو نوي ډيلي همکاري ونکړه نو ځکه یې هغه ډيپلوماتان له کاناډا وویستل.

د دواړو هېوادونو اړیکې له هغه مهاله خراب دي چې د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو تېر کال وويل داسې شواهد لري چې په اساس یې هندي ايجنټان د کاناډا پر خاوره د یو سيک مشر هردېپ سينګ نجر په نښه کولو سره تړي. نجر تېر کال وژل شوی وو.

هرديپ سينګ نجر د ۲۰۲۳ کال د جون پر اتلسمه د بریټیش کولمبیا صوبې په سري سیمه کې ووژل شو. د دغه ځای پولیسو ويلي چې نجر په خپل ګاډي کې د تمانچې په ډزو وژل شوی وو. تر دې وروسته په کاناډا کې د سيکانو بېلابېلو تنظيمونو مظاهرې وکړي او پر هند یې تور پورې کړ چې نجر یې وژلی دی. د هند بهرنيوو چارو وزارت هغه مهال هم دا تورونه بې بنیاده بللي وو.

هند له ډېره وخته راهیسې د ټروډو تورونه ردوي. د اکتوبر پر ۱۴مه، هند په يو بیان کې د کاناډا لخوا شوي تحقیقات رد کړل او ټروډو یې د سیاسي ايجنډا په پاللو تورن کړ.

دواړو هیوادونو تر دې وړاندې د ۲۰۲۳م کال په سېپټېمبر میاشت کې هم د یو بل ځیني سفارتکار ویستلي وو.