په لاهور کې پر یوې زده کوونکې د جنسي تیري ادعا

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په لاهور کې د ښځو په يو شخصي کالج کې د مبينه جنسي تيري پرضد د دغه او نورو يوشمېر کالجونو زده کوونکي له تيرو دوو ورځو راهيسې په احتجاج دي. دوی غوښتنه کوي چې کالج دې وتړل شي او په جنسي تيري تورن امنیتي ساتونکی دې په دار وځړول شي. بلخوا د پنجاب کالج فار ومن وايي په دغو تورونو کې هېڅ حقيقت نشته او پوليس هم وايي چې تر دې دمه کوم اغېزمن تن شکايت نه دی وروړی. په دې اړه نور تفصیل د اې اېف پي خبري اژانس په دې راپور کې: