روسیې د کییف پر شاوخوا سیمو د ډرون الوتکو حمله کړې ده

د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې کارکوونکي د اکتوبر پر ۱۶مه د روسیې تر برید وروسته په ودانۍ کې اور وژني.

چارواکي وايي چې روسیې د اوکراین د مرکز کییف په شاوخوا کې د ډرون الوتکو حمله کړې ده.

د کییف ښاروال د اکتوبر پر ۱۵مه شپې ناوخته تر حملې وروسته خلکو ته په پناه ځایونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه وکړه. وېتالي کلېچکو پر ټېلېګران لیکلي دي چې بې پیلوټه الوتکې له پلازمېنې سره نېږدې د تروېشچینا سیمې پر لوري ویشتل شوې وې.

د کییف یو چارواکي سېرګې پوپکو پر ټېلېګرام لیکلي دي چې د هوايي دفاعي نظام ټولیو د برید د شنډولو هڅه کړې ده.

د اوکراین د بیړنیو خدماتو چارو ادارې پر ټېلېګرام او فېسبوک په بیان کې ویلي دي چې په حمله کې یوې رهایشي ودانۍ ته جزوي زیان رسېدلی دی خو پکې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

روسیه اکثر د اوکراین پر سیمو د حملو لپاره ډرون الوتکې کاروي چې د هغه هېواد د هوايي دفاع نظام یې په فضا کې د شنډولو هڅه کوي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین پراخ برید وکړ چې له وجې یې د هغه هېوا په بېلابېلو برخو کې جګړه پیل شوه او او کړکېچ وزېږېد. روسیې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې پراخ پوځي عملیات کړي او ځینې سیمې یې نیولي دي.

اوکراینیو پوځیانو د روسیو ځواکونو د پرمختګ او پراخو حملو د مخنیوي لپاره د روان کال په اګست کې د روسیې پر کورسک سیمې حمله وکړه چې پکې یې د راپورونو له مخې لاسته راوړنې لرلې دي.

په جګړه کې تراوسه د دواړو غاړو لسګونه زره پوځي او ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي او مېلیونونه خلک کډوال شوي دي.