لبنان کې د اسراييلو په هوايي بريد کې د ښاروال په ګډون ۶ کسان وژل شوي

د اکتوبر پر ۱۶مه د لبنان په جنوب کې تر اسراييلي بريد وروسته مرستندويه کارکوونکي په ژوبلو او مړيو پسې ګرځي.

اسرایيلو د لبنان په نبطيه کې د ښاروالۍ پر دفتر هوايي برید کړی چې پکې د ښاروال په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

نبطیه د لبنان په جنوب کې پروت ښار دی.

د اکتوبر ۱۶مې برید وېره پیدا کړې چې اسرایيل ښايي د حزب الله د ځپلو لپاره هوايي عملیات پراخوي او داسې ښکاري چې هغه ولسي ودانۍ او چارواکي په نخښه کول يې زیات کړي چې تر اوسه یې هدف نه ول ګرځولي.

حزب الله د ايران ملاتړ لرونکې وسلواله ډله او ګوند دی چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه یوه ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

د لبنان لنډمهالي وزیراعظم نجیب میقاتي د نبطیه د ښاروالۍ پر دفتر برید غندلی او ویلي یې دي چې پکې "قصداً" د ښاروالۍ د شورا هغه غونډه په نخښه شوې چې د ښار د خدماتو او مرستندویه چارو په اړه یې بحث کاوه.

اسراییلو لا د هغې حملې په اړه څه نه دي ویلي.

خو دا په لبنان کې د اسرايیلو له لوري له تېرو خواوشا دوو اونیو راهیسې په پيل شویو بریدونو کې پر يوې حکومتي ودانۍ د پام وړ برید دی او په داسې حال کې شوی چې امریکا د مرګژوبلې پر زیاتېدو او پر سیمه ییز کچ د پراخ جنګ د امکان په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.