نایجېريا کې د تېلو ټانکر چاودېدو له وجې تر ۱۴۰ زیات کسان وژل شوي

په ماجییا کې خلک د وژل شویو مړي قبرونو ته وړي - د اکتوبر ۱۶مې انځور.

د نایجېریا په ماجییا سيمه کې د تېلو د یو ټانکر چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۴۰ اوښتی دی.

د نایجېریا پولیسو د اکتوبر پر ۱۶مه د وژل شویو شمېر اعلان کړ او زیاته يې کړه چې په پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسان ټپي شوي هم دي.

د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) د راپور له مخې، د اکتوبر پر ۱۵مه شپې مهال د تېلو د یوه ټانکر تر چپه کېدو وروسته ګڼ خلک هلته ورغلل. د نایجېریا چارواکو ویلي چې د پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړ چې د پېښې له ځایه دې لیرې پاتې شي، خو پر دې سربېره هغوی هلته د تېلو وړلو لپاره ورغونډ شول چې چاودنه پرې وشوه.

په سېپټېمبر کې هم د نایجېریا په شمال لویدیځ کې د تېلو د ټانکر او مسافر وړونکي ګاډي ترمینځ په ټکر کې ۵۰ تنه وژل شوي ول.