د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له خپل هندي سیال سوبرامنیم جیشنکر سره لیدلي

سوبرامنیم جیشنکر د اکتوبر پر ۱۵مه اسلام اباد ته ورسېد.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته له خپل هندي سیال سوبرامنیم جیشنکر سره لیدلي دي.

دا تر یوې مودې وروسته د هند او پاکستان د لوړپوړو مشرانو لومړۍ لیدنه وده.

د پاکستان رسنۍ وايي چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د غرمې ډوډۍ پر مهال له یو بل سره ناست ول.

هندیو رسنیو د ډېپلوماټيکو سرچینو په حواله ویلي دي چې دواړو چارواکو له یو بل سره دوستانه خبرې وکړې.

جیشنکر تېره اونۍ ويلي ول چې په غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته ځي خو د غونډې په څنډه کې له پاکستانیو چارواکو سره يو په يو ملاقات نه لري نو ځکه پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې نه کوي.

جیشنکر د اکتوبر پر ۱۶مه له اسلام اباده د روانېدو پر مهال پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په لنډ بیان کې د پاکستان د "مېلمه پالنې مننه" کړې ده.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بلاول بوټو زرداري د ۲۰۲۳ز کال په مې کې د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته تللی وو.

د اسلام اباد او نوي دلي تعلقات له یوې مودې راهیسې خراب دي او په ۲۰۱۹ز کال کې چې هند تر خپل واک لاندې د کشمیر اییني حیثیت بدل کړ نو د دواړو ډېپلوماټیک تعلقات لا پسې ساړه شول.

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې ترسره شوه چې پکې د ۱۰ غړو هېوادونو د حکومتونو مشرانو او استازو تر څنګ د منګولیا، چې د سازمان څارونکي هېواد دی، وزیراعظم هم پکې ګډون وکړ.