هندۍ لوبډله د نيو زيلينډ په وړاندې ټېسټ کې په لومړۍ پاڼۍ کې په ۴۶ منډو اوټ شوه

وېرات کوهلي (ښي لوري ته) د روهېت شرما ترسوځېدو وروسته د توپوهنې لپاره میدان ته ځي - د اکتوبر ۱۷مې انځور.

د هند کرکټ ملي لوبډله د نیو زیلينډ په وړاندې د لومړۍ پينځه ورځنۍ ټېسټ سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې په ۴۶ منډو اوټ شوه.

د هند په بينګلور کې د اکتوبر پر ۱۶مه د پيل شوې سیالۍ لومړۍ ورځ د باران له وجې ضايع شوه او لوبه نه وه شوې. پر دویمه ورځ هند تر پچې يا ټاس تر ګټلو وروسته د لومړی بیټېنګ کولو پرېکړه وکړه، خو لوبغاړي یې يو په بل پسې ژر ژر اوټ شول. پينځو هنديو لوبغاړو - وېرات کوهلي، کې اېل راهول، سرفراز خان، روېندر جدېجا او روي چندرن اشوېن - هېڅ منډې و نه کړای شوې او په صفر وسوځېدل.

د نيوزيلينډ مېټ هينري تر ټولو ډېرې، یعنې پینځه وېکټې واخیستې. وېليیم اورک څلور او ټېم ساوتي يو لوبغاړی اوټ کړ.

د دويمې ورځې تر پايه پورې نيو زيلينډ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۰ منډې کړې وي او درې لوبغاړي یې سوځېدلي ول.