اېټالیا پر نیوکو سربېره کډوال البانیا ته لېږدولي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اېټالیا او البانیا ترمینځ د یوې موافقې له مخې د کډوالو لومړۍ ډله البانیا ته رسېدلې ده. د موافقې له مخې به اېټالیا ۳،۰۰۰ نرینه کډوال البانیا ته لېږدوي او د هغوی د پناه غوښتنې بهیر به چټکوي. د اروپايي ټولنې د کمېشن مشرې اورسولا فن دېر لېین په وروستیو کې له ټولنې بهر د پناه غوښتنونکو د "لېږد مرکزونو" په نظر کې دلچسپي څرګنده کړه. خو د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ډلې پر هغه اقدام نیوکې کړې دي. د مشال راډیو د بالکان څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.