اوکراینی پوځ ځوانان "په زور" جګړې ته بیايي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل شاوخوا دوه نیم کاله پوره کېږي، اوکراینی پوځ د جګړې لپاره نور سرتېري برتي کوي یا استخداموي. پوځیان د دې لپاره پر رستورانونو او د ساعت تېرۍ او موسیقۍ پر کلبونو چاپې وهي او له ۲۵ څخه تر ۶۰ کلونو پورې عمر لرونکي کسان "په زور" جګړې ته بیایي. اوکراینیان د پوځ د دې عمل په اړه بېلا بېل نظرونه لري چې د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په رپورټ کې مو ورڅخه خبروو.