د یوې مراکشۍ قبیلې ښځې د پښتنو په څېر خالونه وهي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مراکش د بربر یا امازیغ قبیلې وګړي وايي چې پخوا به یې ښځو خالونه وهل خو اوس دا دود په کمېدو دی. د هغو مراکشیو ښځو خالونه تر ډېره د پښتنو خالونو ته ورته دي. د امازیغ ډېری غړي په شمالي افریقا، په تېره په مراکش، کې اوسي. ځینې شنونکي وايي چې د هغه دود کمرنګي کېدو یو لامل دا دی چې ځینې دیني عالمان یې د خالونو له وهلو منع کوي. د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.