رباب غږوونکي ماسټر اظهار له ۸ استادانو زده کړه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ د تاڼې کلي يو پېژندلی رباب غږوونکی ماسټر اظهار دی. نوموړی وايي زده کړه يې له بېلا بېلو استادانو کړې او د خپل محنت په مټ بريالی شوی چې په پښتو رباب کې کلاسيکي رنګ جوت کړي. اظهار زياتوي چې په رباب کې يې يو تار اضافه کړی چې په خبره يې، دې کار يې هنر نور هم غښتلی کړی دی. د ماسټر اظهار خبرې او ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.