یو عیني شاهد په دوکۍ کې پر کان کیندونکو د حملې کیسه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اکتوبر پر ۱۰مه شپې مهال وسلوالو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو پر کان کیندونکيو برید وکړ چې پکې ۲۰ مزدوران ووژل یوشمېر نور ژوبل شول. د حملې ذمه واري چا نه وه منلې. په برید کې د ځینو ژوبلو درملنه په کوټه کې روانه ده. موږ له یو مزدور سره، چې د کندهار اوسېدونکی دی، ویډیويي مرکه کړې ده.