نړيوالې ادارې وايي په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی

د کابل په اندراګاندي روغتون کې د يو افغان ماشوم وزن کتل کېږي ـ انځور له ارشيفه

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فېدراسیون وايي چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی.

هغې ادارې د اکتوبر پر ۱۷مه په بیان کې د زرګونو ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره پر مالي ملاتړ ټینګار وکړ.

بیان وايي چې ګرځنده روغتیايي ډلې او د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې ثابت کلېنېکونه د ماشومانو د خوارځواکۍ "ټکان ورکوونکې پېښې" ثبتوي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فېدراسیون البته دا نه دي ویلي چې په افغانستان کې څومره ماشومان د خوارځواکۍ ښکار دي، خو هغې ادارې د دې کال په پیل کې اټکل کړی وو چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۲.۹ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخېدای شي.

هغې ادارې زیاته کړې ده چې د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته د ژوند ژغورنې چارو لپاره ۵۷۰،۰۰۰ امریکايي ډالره ځانګړي کوي.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې، اقتصاد خراب شو او بېروزګاري زیاته شوه چې له کبله یې مېلیونونه افغانان د بې وزلۍ ښکار دي.