د نیو زیلېنډ د ښځو کرکټ  لوبډله د ۲۰ اوریز نړیوال کپ  پایلوبې ته ورسېده

د نیو زیلېنډ لوبغاړې د پاکستاني توپوهونکی په اوټ کېدو خوشاله دي ـ پخوانی انځور.

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د نیو زیلېنډ د ښځو کرکټ لوبډله فاینل ته ورسېده.

د اکتوبر پر ۱۸مه، دویمه نیمه پایلوبه د نیو زیلېنډ او ویسټ اینډیز ترمینځ وشوه چې نیو زیلېنډ پر اتو منډو وګټله. د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوې هغې سیالۍ کې نیو زیلېنډ پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه. لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۸ منډې وکړې.

په ځواب کې ویسټ انډیز په ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰منډې وکړای شوې.

د نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا اسټرالیا ته ماتې ورکړې وه. د اکتوبر پر ۲۰مه به د دې نړیوال جام پایلوبه د جنوبي افریقا او نیو زیلینډ ترمینځ کېږي.

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام له ۲۰۰۹ز کال راهیسې کېږي. دا د ښځو د کرکټ لپاره د یو له مهمو نړیوالو سیالیو څخه ګڼل کېږي. دا جام د نارینه‌ وو د ۲۰ اووره جام په څېر هر دوه یا درې کاله وروسته کېږي او د نړۍ غوره ټیمونه پکې برخه اخلي.

اسټرالیا تر اوسه له اوو نړیوالو جامونو څخه پینځه اتلولۍ ګټلې دي خو دا ځل پایلوبې ته نه ده وتلې.