د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د اوکراین لپاره د یو اعشاریه یو میلیارده ډالرو پانګه منظور کړې، چې د جنګ ځپلي هېواد د بودیجې په جوړولو کې به مرسته وکړي.
دا د پور د هغه څلور کلن پروګرام برخه ده چې تر لاندې به یې ای اېم اېف اوکراین ته پنځلس اعشاریه پینځه میلیارده ډالره ورکړي دي.
د اوکراین لپاره د تمویل شوي پروګرام (EFF) لاندې د پراخ تړون د پینځمې بیاکتنې د منظورۍ راهیسې اوکراین ته اته اعشاریه اووه میلیارده ډالره ورکړل شوي دي.
په دې اړه د اې اېم اېف مشرې کریسټالینا جورجیوا د اکتوبر پر ۱۸مه، په یوه بیان کې وویل چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې دوام د اوکراین لپاره ویجاړونکي ټولنیز او اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي.
د پیسو نړیوال صندوق په بیان کې ویل شوي چې اوکراین د مالیو امتیازاتو، عامه شرکتونو، او ګمرکي اصلاحاتو اړوند د ساختماني اصلاحاتو په ګډون ټول هدفونه پوره کړي دي.