رېچرډ بېنېټ د افغان کډوالو وضعیت په اړه د کاناډا په سفر دی

د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی رېچرډ بېنېټ یو رپورټ وړاندې کوي ـ پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی رېچرډ بېنېټ د کاناډا په سفر دی.

ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۱۹مه په بیان کې ویلي چې بېنېټ د اکتوبر له ۲۰مې څخه د یوې اوونۍ په سفر کې د کاناډا له یوشمېر حکومتي چارواکو سره د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو خبرې وکړي.

بیان زیاتوي چې بېنېټ به له یوشمېر هغو افغان کډوالو سره هم وګوري چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د افغان طالبانو تر واکمنېدو وروسته کاناډا ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پر بېنېټ تور پورې کړی چې پرضد یې تبلیغات کوي او په اګست کې یې افغانستان ته د نوموړي پر سفر بندیز ولګاوه.

خو بېنېټ ویلي چې پر دې بندیز سربېره به په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په دقت څاري او سرغړونې به یې په رپورټونو کې خپروي.