د طالبانو حکومت په تخار کې یو سړی او ښځه په دورو وهلي دي

د طالبانو د حکومت سرتېري د پروان ولایت په چاریکارو کې خلکو ته د بدني سزاګانو ورکولو لپاره په یو میدان کې پهره کوي - د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر اتمې انځور.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي دي چې د افغانستان په شمالي ولایت تخار کې یې یو سړی او یوه ښځه د "زنا" په تور په دورو وهلي دي.

معلومه نه ده چې د هغو کسانو جرم چا ثابت کړی او یا یې په اړه کافي شواهد موجود دي او که څنګه.

د طالبانو سترې محکمې د اکتوبر پر ۲۰مه په بیان کې وویل چې هغه ښځه او سړی په عام محضر کې ۳۹،۳۹ دورې (کوړې) وهل شوي دي.

په دورو وهل یوه بدني سزا ده، چې په ځینې ځایونو کې د شرعي یا دودیزو قوانینو پر بنسټ کارول کېږي. په هغه سزا کې مجرم یا تورن کس په ملا او یا ځینې وختونه د بدن په نورو برخو وهل کېږي.

طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د ښځو په ګډون یوشمېر کسان په بېلابېلو تورونو په دورو وهلي دي.

ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو هغه سزاګانې غندلي او د درولو غوښتنه یې کړې، خو طالبان وايي چې "د شریعت له مخې" هغه سزاګانې ورکوي.