اسراییل وايي په لبنان کې د حزب الله اقتصادي څانګه "قرض الحسن" په نخښه کوي

د اکتوبر پر اوومه د اسراییلو تر برید وروسته د بیروت له جنوبي څنډو لوګي پورته کېږي.

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې اوس به په لبنان کې د حزب الله اقتصادي څانګه "قرض الحسن" په نخښه کوي او په راتلونکو ساعتونو کې به یې پر ګڼو اهدافو بریدونه وکړي.

د اسراییلو د استخباراتو یو لوړپوړي چارواکي د اکتوبر پر ۲۰مه د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي دي چې د ایران پلوې حزب الله "قرض الحسن" نومي څانګه د خپلو غړو د تمویل او وسلوالو ته د وسلو اخیستلو چارې پر مخ وړي.

په عین حال کې د اسراییلي پوځ ویاند دانیال هګاري ویلي، خلکو ته د لبنان د سرښار بیروت له ځینو برخو او هغو ټولو سیمو د وتلو او له هغو سیمو څخه د لیرې پاتې کېدو خبرداری ورکوي چې په خوا او شا کې یې د حزب الله "قرض الحسن" نومې څانګه فعالیت کوي.

قرض الحسن د حزب الله هغه مالي څانګه ده چې په لبنان کې خلکو ته د پور ورکولو او مالي خدمتونو اسانتیاوې برابروي. ظاهراً د هغې ادارې موخه د خلکو د مالي اړتیاوو پوره کول دي، خو اسراییل وایي چې دا څانګه د حزب الله د وسلو اخیستلو او پوځي عملیاتو تمویلولو لپاره کارېږي.

اسراییلو په غزه کې د خواوشا یو کلني عملیاتو وروسته جنګ لبنان ته غځولی دی او هلته یې د حزب الله پرضد خونړي هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي.

د اسراییلو پوځ د سېپټېمبر پر ۲۷ د حزب الله مشر حسن نصر الله په بیروت کې د یو لړ بریدونو پر مهال وژلی وو.

حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.