په بنو کې په زرګونو کسانو د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د سوداګرو ټولنې د "امن پاڅون" په نوم لاریون کړی چې پکې په زرګونه کسانو برخه واخیسته. د اکتوبر ۲۱مې په احتجاج کې د ګوندونو او ولسي تحریکونو او مدني ټولنو غړي شامل ول. په بنو کې د سږ کال په جولای کې خلکو د ناامنۍ ضد پرلت وهلی وو چې وروسته وزیراعلا علي امین ګنډه پوره ورته ورغی او خلکو ته یې په سیمه کې د امنیت ډاډ ورکړ چې ورسره ناسته پای ته ورسېده. تر دې وروسته په سېپټېمبر کې پولیسو هم د ناامنۍ ضد احتجاج وکړ چې تر څو ورځو روان وو. احتجاجیان وايي چې حکومت د امنیت ژمنه کړې خو عملي کړې یې نه ده. حکومت لا د سوداګرو د ټولنې د احتجاج او د مظاهرچیانو غوښتنو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی چې د ناامنۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو ضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. ویډیويي رپورټ