حزب‌الله د اسراییلو پر پوځي اډو د راکټي بریدونو ادعا کړې

اسراییلو په غزه کې د خواوشا یو کلني عملیاتو وروسته جنګ لبنان ته غځولی دی ـ پخوانی انځور.

حزب‌الله ډلې ادعا کړې ده چې دوی د تل‌ابیب سره نږدې پر دوو مهمو پوځي اډو او د سمندري ځواک په یوه اډه، چې په لویدیځ کې موقعیت لري، د راکټونو بریدونه کړي دي.

د اکتوبر پر ۲۲مه سهار مهال حمله په داسې حال کې شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنتني بلېنکن اسراییل ته رسېدلی ترڅو هلته د اوربند په اړه خبرې وکړي.

حزب‌الله ویلي چې دوی د تل‌ابیب په نیریت سیمه او د ګېلیلوټ پر پوځي اډه، چې د اسراییلو د استخباراتي عسکرو له لوري کارېده، راکټونه ویشتي دي. دا له هغې وروسته ده چې تېره شپه اسراییلو د لبنان په جنوب کې او د پلازمینې سره نږدې ځینو نورو سیمو درنې حملې کړې دي.

بلخوا، د دغو حملو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات لا هم مخې ته نه دي راغلي.

اسراییلو په غزه کې د خواوشا یو کلني عملیاتو وروسته جنګ لبنان ته غځولی دی او هلته یې د حزب الله پرضد خونړي هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي.

د اسراییلو پوځ د سېپټېمبر پر ۲۷مه د حزب الله مشر حسن نصر الله په بیروت کې د یو لړ بریدونو پر مهال وژلی وو.

حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.