د مبایل اېپ د کراچۍ خلکو له رشتې لټوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان او په تېره بیا په کراچۍ ښار کې بېلا بېلو ادارو او خلکو داسې موبایل اپلېکیشنونه جوړ کړي دي چې پرې یو شمېر کورنۍ د هلک یا جینۍ لپاره رشته ګوري. د یاد ښار ځیني اوسیدونکي وايي چې پخوا به یې د رشتو لټونکیو مېرمنو په مرسته رشتې لټولې خو اوس د دغو مبایل اېپونو له لارې یې کار اسانه شوی دی. خو د کراچۍ یو شمېر اوسېدونکي دا هم وايي چې ځیني خلک د رشتو لپاره استعمالېدونکیو مبایل اپلیکېشنونو ته په ښه نظر نه ګوري. نور حال د فرانسې خبري اژانس له ویډیو په جوړ شوي دې راپور کې.