روزا اوتنبایېوا وايي په ژمي کې یې د افغانانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره یو اندازه مرستې ترلاسه کړې دي

روزا اوتنبایېوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه غونډې ته معلومات ورکوي - پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشرې ویلي دي چې په ژمي کې یې د افغانانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د یو اندازه مرستې ترلاسه کړې دي.

روزا اوتنبایېوا د اکتوبر پر ۲۲مه په کابل کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدو پر مهال دا مشخصه نه کړه چې څومره مرستې یې ترلاسه کړې دي.

د طالبانو د حکومت په بیان کې لیکلي دي چې اوتنبایېوا وویل چې له افغانستان سره د مرستو لپاره یې تازه د یوشمېر هېوادونو او بنسټونو له چارواکو او مشرانو سره لیدلي او هغوی ورته د ژمنیو مرستو ورکولو ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو په افغانستان کې بشري وضعیت خراب بللی دی او له هېوادونو څخه یې هلته له وګړو سره د مرستو لپاره پیسې غوښتې دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فېدراسیون د اکتوبر پر ۱۷مه وویل چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی.

هغې ادارې په بیان کې وویل چې د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته د ژوند ژغورنې چارو لپاره ۵۷۰،۰۰۰ امریکايي ډالره ځانګړي کوي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) ویلي ول چې د ژمي تر پای او د بل پسرلي تر پیل، یعنې د ۲۰۲۵ز کال تر اپرېل پورې، په افغانستان کې ۷۸۷ مېلیونه ډالرو ته بیړنۍ اړتیا لري.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې، اقتصاد خراب شو او بېروزګاري زیاته شوه چې له کبله یې مېلیونونه افغانان د بې وزلۍ ښکار دي.