اسراییلی پوځ وايي د حزب الله لوړپوړی چارواکی هاشم صفي الدین یې وژلی دی

هاشم صفي الدین د سېپټېمبر پر ۱۸مه د بیروت په جنوب کې د حزب الله ډلې د وژل شویو غړو جنازې پر مهال.

اسراییلي پوځ د اکتوبر پر ۲۲مه وویل چې د روانې میاشت په لومړیو ورځو کې یې د لبنان د پلازمېنې بیروت په جنوب کې په حمله کې د حزب الله یو لوړپوړی چارواکی هاشم صفي الدین وژلی دی.

حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

داسې فکر کېده چې صفي الدین به د حزب الله د پخواني مشر حسن نصر الله ځایناستی شي. حسن نصر الله د سېپټېمبر پر ۲۷مه په بیروت کې د اسراییلیو ځواکونو په یو لړ بریدونو کې وژل شوی وو.

هاشم صفي الدین د حزب الله په لیکو کې یو پیاوړی خطیب او دیني عالم بلل کېده.

هغې ډلې لا د نوموړي د مړینې دعوې نه دي تایید کړي.

اسراییلو په غزه کې د خواوشا یو کلني عملیاتو وروسته جنګ لبنان ته غځولی دی او هلته یې د حزب الله پرضد خونړیو هوايي او ځمکنيو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

اخوا اسراییلي پوځ د اکتوبر پر ۲۲مه په بیروت کې یوه وداني ویجاړه کړې او دعوه یې کړې ده چې هلته د حزب الله مرکزونه ول.

دا برید له هغه ځای څخه څو میټره لیرې شوی دی چې پکې د حزب الله ویاند د تېرې اونۍ په پای کې خبریالانو ته د خپل یو ډرون برید په اړه معلومات ورکول. په اسراییلو کې د بې پیلوټه الوتکې په هغه حمله کې د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو کور زیانمن شوی وو.

په همدې حال کې حزب الله هم پر اسراییلو د توغندیو حملې جاري ساتلې دي.