خیاطۍ او ګلکارۍ افغانو ښځو ته هیله ورکړې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوې ښځې یو مرکز پرانیستی چې پکې ښځې خیاطي، ګلکاري، دستکاري او نور هنرونه زده کوي. هغه مرکز پر داسې مهال ښځو ته د کار زمینه برابره کړې چې د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه لګولي دي. د مرکز مشره وايي د افغان ښځو ځواکمنول غواړي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.