شنونکي: د پوهاوي کموالي له وجې پر ماشومانو جنسي تشدد ورځ تر بلې زیاتېږي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلي خبرې" کې مو دا ځل پر ماشومانو د جنسي تشدد په اړه بحث کړی دی. پر دې هم غږېدلي یو چې په پاکستان، او په تېره په خیبر پښتونخوا کې، پر ماشومانو د جنسي تېریو د پېښو مخه ولې نه نیول کېږي او په دې لړ کې د ماشومانو پوهاوی څومره اړین دی. په خپرونه کې د ماشومانو حقونو مبارز عمران ټکر، د نفسیاتي یا رواني چارو پوهه او د جنسي تشدد ښکار ماشومانو د روغتیايي مرکز غړې انیلا خان او د مشال راډیو خبریاله فرخنده اسد مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ.