پولیسو په لکي مروتو کې ۴ کسان وژلي دي

په لکي مروتو کې پولیسو ناکه لګولې ده ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو کې پولیسو په ډزو څلور کسان وژلي دي.

د سیمې د براګو تاڼې یو چارواکي او ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې د اکتوبر پر ۲۶مه وختي پر یوې ناکه ولاړو پولیسو پر موټرسایکل سپرو کسانو ته د ودرېدو اشاره ورکړه خو هغوی ونه درېدل، نو پولیسو پرې ډزې وکړې.

ځایي خلک وایي چې دغه کسان په تجوړي کې د موسیقۍ یو پروګرام ته روان ول چې پولیسو پرې ډزې کړي، چې پکې درې تنه د پېښې په ځای کې او یو تن په روغتون کې ساه ورکړې ده.

پولیس وایي چې د سیمې ځایي پولیس او انتظامي چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي او هلته یې په پېښه کې د وژلو شویو تنانو له کورنیو سره خبرې پیل کړې دي.

په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو او په تېره بیا په جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي. د اکتوبر پر ۲۴مه هلته وسلوالو یو پوځي افسر وژلي وو. تر دې یوه ورځ مخکې په ډېره اسماعیل خان او بنو کې وسلوالو په بریدونو کې د ملیشې ځواک د ۱۰ سرتېرو په ګډون ۱۲ کسان وژلي ول.