د اسیا د غوړېدونکو لوبډلو کرکټ جام پایلوبه نن د افغان ابدالیانو او سري لنکا الف ترمینځ کېږي

افغان لوبغاړي د اکتوبر پر ۱۸مه د سري لنکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو خپله بریا لمانځي.

افغان ابدالیان د اسیا د کرکټ جام د غوړېدونکو (اېمرجېنګ) لوبډلو په پایلوبه کې سري لنکا الف ته مخامخېږي.

د عمان په لوبغالي کې د اکتوبر ۲۷مې ۲۰ اووره سیالي سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

د افغانستان الف لوبډلې، چې د افغان ابدالیانو په نوم پېژندل کېږي، د اکتوبر پر ۲۵مه د اسیا جام د غوړېدونکو لوبډلو په نیمه پایلوبه کې د هند الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره ومونده.

په هغه سیالۍ کې افغان ابدالیانو لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې وکړې. په ځواب کې د هند الف لوبډلې بیټران ژر، ژر وسوځېدل او په ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۸۶ منډې وکړای شوې.

پر هم هغه ورځ سري لنکا الف په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پاکستان الف ته په اووه وېکټو په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه. په هغه لوبه کې پاکستان الف په لومړي بيټېنګ کولو په ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې. سري لنکا الف ټاکلی هدف په ۱۷م اوور کې د درو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

افغان ابدالیانو تر دې مخکې د جام په ګروپي سیالیو کې د سري لنکا او بنګلادېش الف لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.

دا لومړی ځل دی چې افغان ابدالیان د اسیا د اېمرجېنګ لوبډلو جام پایلوبې ته ورسېد.