په ازبکستان کې په پارلېماني انتخاباتو کې د ووټ اچونې بهیر دوام لري

په ازبکستان کې یوه ښځه رایه کاروي - پخوانی انځور.

په ازبکستان کې وګړي په پارلېماني انتخاباتو کې رایې کاروي.

د اکتوبر پر ۲۷مه پارلېماني انتخابات په داسې حال کې کېږي چې پکې مخالف ګوندونه برخه نه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې د اییني بدلونونو وروسته د ټاکنو کړنلاره بدله شوې چې ورڅخه یقیني برېښي چې پکې به د ولسمشر شوکت میرضیایېف وفاداره کسان پارلېمان ته لاره ومومي.

د ازبکستان ابادي شاوخوا ۳۷ مېلیونه ده، او سیاسي واک د ولسمشر شوکت میرضیایېف په لاس کې دی. د هغه هېواد پارلېمان اکثر د کابینې جوړو کړو قانوني مسودو پر وړاندې کم مخالفت ښيي.

په ازبکستان کې په ۲۰۲۳ز کال کې د اییني بدلونونو له مخې، یو مخلوط انتخاباتي نظام جوړ شو. د ازبکستان پارلېمان ۱۵۰ غړي لري. د مخلوط انتخاباتي نظام له مخې، دا ځل په ټاکنو کې ۷۵ کاندیدان په خپلواک ډول او ۷۵ د سیاسي ګوندونو د غړو له لارې په ولسي رایو منتخبېږي.