چارواکي وايي چې وسلوالو په شمالي وزیرستان کې درې کسان تښتولي دي.
د ضلعي انتظامیې چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو هغه کسان د اکتوبر پر ۲۷مه مازیګر مهال د میرامشا له تپي تښتولي او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړي دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې تښتول شوي کسان څوک دي. خو یو استخباراتي چارواکي هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس ګومان کوي چې هغه کسان د ماړي پېټرولییم په نوم د تېلو او ګیس شرکت کارکوونکي دي، البته زیاته یې کړه چې په دې اړه به کره معلومات تر پلټنو وروسته ورکړای شي.
د هغو کسانو د تښتولو ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په شمالي وزیرستان کې تر دې مخکې هم دا ډول پېښې شوې دي او په ځانګړي ډول د ماړي پېټرولییم کارکوونکي تښتول شوي او پر هغوی او ساتونکو یې مرګونې حملې شوې دي.