خامنه یي: پر ایران دې د اسراییلو هوايي برید په اړه مبالغه نه کېږي

خامنه يي په تهران کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌ يي خبرداری ورکړی دی چې پر هېواد یې د اسراییلو د برید په اړه دې نه "مبالغه" کېږي او نه دې د "برید اغېز کم" وښوول شي.

اسراییلو د اکتوبر پر ۲۶مه په ایران ځوابي هوايي بمباري وکړه چې د ایرانیو چارواکو په وینا پکې دوه سرتېري وژل شوي دي. خامنه‌ يي د اکتوبر پر۲۷مه د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته په وینا کې وویل چې اسراییلو د هغو بریدونو په کولو "ناسم اټکل" کړی دی.

نوموړي د ایران پر حکومتي چارواکو هم غږ کړی دی چې د ایران پر وړتیا پوه شي او د اسراییلو بریدونو ته "پوره ځواب" ووايي.

په عین حال کې تهران له سوېټزرلینډ (سوېس) څخه غوښتي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه وروغواړي چې پر ایران د اسراییلو د ځوابي بریدونو غندنه وشي.

اسراییلو د تمې برعکس، په هوايي بریدونو کې د ایران اټومي تاسیسات یا د تېلو مرکزونه نه دي په نخښه کړي. ایران د اکتوبر په پیل کې پر اسراییلو د توغندیو بریدونه کړي ول.