افغان ابدالیانو سري لنکا الف ته په اووه وېکټو په ماتې ورکولو په لومړي ځل د اسیا د کرکټ غوړېدونکو (اېمرجېنګ) لوبډلو جام ګټلی دی.
د عمان په لوبغالي کې د اکتوبر ۲۷مې ۲۰ اووره سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیل شوه چې پکې لومړۍ توپوهنه سري لنکا الف لوبډلې وکړه خو لومړي څلور لوبغاړي یې ژر، ژر وسوځېدل او پینځم لوبغاړی په مجموعي ۶۵ منډو وسوځېد.
تر دې وروسته سري لنکايیو لوبغاړو یو څه چټکه توپوهنه وکړه او ټولې منډې یې ۱۰۷ ته ورسولې چې نېمېش وېکموکتي په ۲۳ منډو وسوځېد. سري لنکايي بیټرانو په اخري شاوخوا درې اوورو کې مجموعي منډې تر ۱۳۳ پورې ورسولای شوې. د هغې لوبډلې سهان اراچېګې ۶۴ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
د افغانستان الف لوبډلې، چې د افغان ابدالیانو په نوم پېژندل کېږي، بلال سمیع درې او الله محمد غضنفر دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د افغانستان لومړی توپوهونکی زبید الله په لومړي توپ وسوځېد خو صدیق الله اتل او دروېش رسولي بیټېنګ ته دوام ورکړ او ټولې منډې یې چې ۴۳ ته ورسولې نو رسولي په ۲۴ منډو وسوځېد. تر دې وروسته کریم جنت له اتل سره ملګری شو. جنت ۳۳ منډې وکړې او وسوځېد.
افغان ابدالیانو ټاکلی هدف د ۱۹م اوور په پیل کې پوره کړ. اتل ۵۵ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو. د سري لنکا الف اراچېګې، ایشان ملېنګا او دوشان هېمنتا یوه، یوه وېکټه واخیسته.
د افغانستان غضنفر د لوبې او صدیق الله اتل په سیالیو کې په تر ټولو زیاتو منډو په کولو د اتلولۍ غوره لوبغاړی شو.
افغان ابدالیانو د اکتوبر پر ۲۵مه د اسیا د غوړېدونکو لوبډلو جام په نیمه پایلوبه کې د هند الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو او سري لنکا الف هم پر هم هغه ورځ پاکستان الف ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره موندلې وه.
د غوړېدونکو لوبډلو په سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، سري لنکا، بنګلادېش، متحده عرب امارات، عمان او هانک کانګ لوبډلې شاملې وې.