ایرانیو ځواکونو د جیش العدل ډلې د ۴ مشکوکو وسلوالو د وژلو او ۴ نورو د نیولو دعوه کړې ده

ایراني ځواکونه په سیستان - بلوچستان کې د تمرین پر مهال - پخوانی انځور.

ایراني چارواکي ادعا کوي چې په سیستان - بلوچستان ولایت کې یې د جیش العدل ډلې څلور مشکوک وسلوال وژلي او څلور یې نیولي دي.

د ایران په اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) پورې تړلی تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی دی چې هغه کسان په سیستان - بلوچستان کې پر پولیسو په مرګوني برید کې ککړ ول.

دا تر هغې وروسته ده چې د ایران د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۲۶مه وویل چې د هېواد په جنوب ختیځ کې د پولیسو پر ګزمې په برید کې ۱۰ سرتېري وژل شوي دي. د هغې حملې ذمه واري جیش العدل ډلې منلې وه.

تسنیم اژانس د ایران سپاه پاسداران په وینا راپور ورکړی چې د اکتوبر پر ۲۷مه یې د استخباراتو او پولیسو په ملاتړ په عملیاتو کې څلور "ترهګر" ووژل او یوشمېر ژوبل شول چې وتښتېدل. انقلاب ساتونکی ځواک زیاتوي چې په عملیاتو کې څلور مشکوک وسلوال نیول شوي هم دي.

د سیستان - بلوچستان ولایت له پلازمېنې تهران څخه ۱،۲۰۰ کېلومیټره لیرې په سوېل ختیځ کې پروت دی. هلته په وروستیو میاشتو کې پر امنیتي ځواکونو خونړۍ حملې شوې دي. په تېرو وختونو کې د ځینو بریدونو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې ډلې جیش العدل منلې چې باور کېږي له ګاونډي هېواد پاکستانه فعالیت کوي.