د ناټو مشر: شمالي کوریايي سرتېري په روسیه کې اوکراینۍ پولې ته نېږدې ځای پر ځای شوي

د ناټو مشر مارک روتی د اکتوبر پر ۲۸مه په برسلز کې د بیان ورکولو پر مهال.

ناټو تایید کړې چې د شمالي کوريا سرتېري د اوکراین پولې ته نېږدې د روسيې په کورسک سيمه کې ځای پر ځای شوي دي.

د ناټو مشر مارک روتی د اکتوبر پر۲۸مه په بروکسل (برسلز) کې وویل، دا اقدام څه باندې دوه کاله مخکې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل په ترڅ کې "په کړکېچ کې د پام وړ اضافې" ښکارندويي کوي.

هغه زياته کړه دا ښيي چې د روسيې ولسمشر وولاديمير پوتين له اوکراين سره په جګړه کې "له ۶۰۰،۰۰۰ څخه د زياتو سرتېرو تر وژل کېدو او یا ژوبلېدو" وروسته "نهيلی" شوی دی.

شمالي کوریا او روسیې لا د ناټو د مشر د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او په وروستیو میاشتو کې یې پر هغه هېواد بریدونه زیات کړي دي.

په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د دواړو خواوو لسګونه زره سرتېري وژل شوي او لکونه ولسي وګړي بې کوره او کډوال شوي دي.

د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون یوشمېر هېوادونو پر اوکراین د حملې له کبله پر روسیې پراخ بندیزونه لګولي دي.