امریکا د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په غونډه کې ايران ته خبرداری ورکړی چې که يې چېرته پر اسراييلو یا په منځني ختيځ کې د مېشتو امريکايي کارکوونکو پرضد نور جنګي اقدامات وکړل نو دا به "سخت عواقب" ولري.
د ملګرو ملتونو لپاره د امريکا سفيرې لينډا تامس ګرينفیلډ د اکتوبر پر ۲۸مه وويل چې باید په دې شک پاتې نه شي چې "امریکا به د ځان په دفاع کې له هېڅ يو اقدام څخه ډډه و نه کړي".
هغې زیاته کړه، امریکا نه غواړي چې کړکېچ لا زیات شي او باور لري چې نور باید د اسراييلو او ايران ترمینځ پر يو بل مخامخ حملې پای ته ورسېږي.
دا د اکتوبر پر ۲۶مه د ايران پر کارخانو او نورو ځایونو د اسراييلو تر بريدونو وروسته لومړی ځل وو چې ملګرو ملتونو غونډه وکړه. اسراييلو دا بريدونه د ایران لخوا د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر اسرييلو د ۲۰۰ بېلېسټک توغندیو د بريد په غبرګون کې کړي ول.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفير امير سعید ايرواني پر واشنګټن تور پورې کړ چې خپل اتحادي ته د پوځی مرستو په ورکولو د هغه هېواد (اسراييل) په کړنو کې لاس لري.