پاکستان او سعودي د دوه اړخیزو اقتصادي همکاريو د لا پیاوړي کولو هوډ کړی

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اکتوبر پر ۲۹مه په ریاض ښار کې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان سره ملاقات وکړ.

د پاکستان او سعودي عربستان مشرانو د سوداګرۍ او پانګونې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي همکاریو د پراخولو پر پلانونو خبرې کړې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټويټر) لیکلي چې د اکتوبر پر ۲۹مه یې د سعودي عربستان په سرښار رياض کې له سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره ملاقات وکړ او پر دوه اړخيزو اړیکو او اقتصاد په ګډون پر مختلفو چارو خبرې ورسره وکړې.

نوموړي زياته کړې ده چې هغوی د "خورا ګټورو خبرو اترو په جریان کې" د پاکستان او سعودي عرب په اړیکو کې پرمختګ ته بیاکتنه وکړه. شريف ليکلي "موږ د سوداګرۍ او پانګونې، کلتور، نوښت، ټېکنالوژۍ او نورو برخو کې خپلې ژمنې تکرار کړې."

شهباز شریف د يو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ "په راتلونکې کې د پانګونې نوښت" په نوم کنفرانس کې د ګډون لپاره د سعودي عرب په سفر دی. دا کنفرانس په رياض کې د اکتوبر له ۲۹مې بيا د اکتوبر تر ۳۱مې دوام لري.

دا تر هغه وروسته ده چې د سعودي عربستان د پانگونې وزیر خالد بن عبدالعزیز الفالح په مشرۍ د سعودي یو لوړ پوړی پلاوی د اکتوبر پر ۱۰مه په اسلام‌ اباد کې د پاکستان له حکومت سره د ۲.۲ اربه ډالرو په ارزښت د ۲۷ مختلفو پروژو په اړه د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسلیک کړل.

په هغو تفاهم ليکونو کې د کرنې، ټېکنالوژۍ، تعلیم، معدنیاتو او پېټرولیم په یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ پروژې شاملې دي.