د افغانستان په بدخشان ولايت کې د سروزرو د مینځلو د یوې کارخونې د نړېدو په پېښه کې درې کارکوونکي مړه شوي دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، دغه پېښه د اکتوبر پر ۲۹مه د ارغنجواه ولسوالۍ په تاقرچه سیمه کې شوې ده.
د هغه په خبره، دا پېښه هغه مهال وشوه چې پر دغو کارکوونکو د کار پر مهال ناڅاپه کارخونه ونړېده.
د درې واړو کارکوونکو مړي د طالبانو امنیتي کسانو د نړېدلې کارخونې له خاورو راايستلي او د هغوی کورنیو ته يې سپارلي دي.
په بدخشان ولایت کې له دې مخکې هم دا ډول ډېرې پېښې تکرار شوي او یو مهم لامل یې دا ښوول شوی چې د سیمې اوسېدونکي په غیرقانوني او غیرمعیاري ډول کانونه سپړي.