امريکا کې د کډوالۍ د بحران په درشل کې يو پخواني سرحدي عسکر مرستې پيل کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امريکا د ټېکساس ايالت ال پاسو ښار ته په ۲۰۲۲ز کال کې د کډوالو څپه ورماته شوه. هغه مهال يو متقاعد پوله ساتونکي عسکر له کډوالو سره په بېړنيو مرستو کې برخه واخيسته. مایکل ډیبرول د ځايي کليسا په مرسته د هغو کسانو لپاره لنډمهاله سرپناه جوړه کړه چې له جرمونو او بېوزلۍ څخه تښتېدلي ول. که څه هم له هغې مودي راهيسي پر پوله د کډوالو شمېر کم شوی، خو د امريکا په سياست کې دا يوه مهمه موضوع ده. ځيني کډوال اندېښمن دي چې د ولسمشرۍ انتخابات به د دوی پر راتلونکي څه اغېز وکړي. د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ويډيويي راپور.