د خبریالانو د خونديتوب ادارې په پاکستان او افغانستان کې د خبریالانو د قاتلينو په نه نيول کېدو خواشيني ښوولې

په خیبر کې خبریالان د خبریال خليل جبران د وژنې د پېښې ضد مظاهره کوي. پخوانی انځور

د خبریالانو د ژغورنې نړیواله اداره (کمېټي ټو پروټيکټ جرنلېسټس يا سي‌ پي جې) وايي په پاکستان او افغانستان کې د خبريالانو وژونکو ته سزا نه ورکول کېږي.

دې ادارې د اکتوبر پر ۳۰مه خپاره کړي راپور کې زیاته کړې چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې تر اوسه په پاکستان کې ۶ خبریالان وژل شوي خو حکومت د دې وژنو په تړاو لا هېڅوک نه دي نيولي. سي پي جی په خپل دغه راپور کې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نيوکې کړې چې نه یوازې د وژل شويو خبریالانو د قاتلینو د نيولو لپاره یې څه نه دي کړي، بلکې د رسنيوو محدودولو لپاره یې بندیزونه عملي کړي دي.

دغې ادارې د ۱۳ هغو هېوادونو لیست خپور کړی چې په وينا یې د خبریالانو قاتلينونو ته پکې سزا نه ورکول کېږي. په دغه نوملړ کې افغانستان پر شپږم او پاکستان پر دولسم نمبر ښوول شوي دي. تر اوسه پورې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې راپور په اړه څه غبرګون نه دي ښوولی. البته تر دې وړاندې په پاکستان کې حکومتي چارواکو په وار وار دا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.

سي پي جی په خپل راپور کې زیاته کړې چې سږکال په پاکستان کې په وژل شويو خبریالنو کې ۲ په خیبر پښتونخوا، ۲ په سیند او ۲ په بلوچستان کې دي. سي پي جی د پاکستان پر حکومت تنقيد کړی او وايي چې په هغه ملک کې د خبریالانو د وژنو په اړه د پولیسو تحقیقات کمزوري او سیاسي مداخلې ډېري دي. د دې ادارې په وينا په پاکستان کې د بیان ازادۍ او خبریالانو د حقونو قوانين شته خو نه عملي‌ کېږي چې له وجې یې د رسنيو کار نور سخت شوی دی.

د سي پي جی راپور د افغانستان په اړه وايي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه، د طالبانو د حکومت له پيل راهیسې ګڼ خبریالان بندیان شوي او د بیان ازادي تروړل شوې ده. همداراز په تېره يوه لسیزه کې ۱۸ افغان خبریالان وژل شوي چې د اکثرو ذمه واري یې داعش وسلوالې منلې ده.

سي پي جی زیاته کړې چې طالبان که څه هم وايي چې له داعش سره سخت اختلافات لري، خو بیا یې هم هڅه نه ده کړې چې د وژل شويو افغان خبریالانو قاتلينو ته سزا ورکړي.

طالبانو په افغانستان کې ګڼې رسنۍ بندې کړې دي او پر ځينو نور یې محدوديتونو لګولي دي. په دغو محدوديتونو کې پر موسيقۍ بندیز، د ښځو مخ پټول او بحثونو ته د طالبانو تاييد شوي مېلمانه ورغوښتل شامل دي.