د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د زهرجنو ګیسو د خپرېدو له وجې لږ تر لږه دوه کان کېندونکي مړه شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
چارواکي وايي، دا پېښه د اکتوبر پر ۳۱مه په دومړ سکرو کان کې هغه مهال وشوه چې کله درې واړه کان کیندونکي له پېښې څخه لږه شیبه وړاندې کان ته ورښکته شول.
د دوکۍ سیمې د پولیسو مشر اېس اېچ او همایون ناصر ځايي خبریالانو ته ویلي، مزدورانو د کان مرمت کاوه چې زهرجن ګیسو له وجې چاودنه وشوه.
دا هم وګورئ: د هرنايي د سکرو په کان کې د اکسیجن کمښت له وجې ۵ مزدوران وژل شوي ديد بلوچستان په دوکۍ سیمه کې د اکتوبر د ۱۰مې او ۱۱مې په منځنۍ شپه وسله والو په یو برید کې ۲۲ کان کیندونکی وژلي او ۶ نور ژوبل کړي وو. په کوټه کې د سکرو په کانونو کې د کارکوونکیو مزدورانو د تخفظ ادارې یو چارواکي عبدالغني شاهواني د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل له هغې پېښې وروسته د نږدې ۲۰ ورځو وقفې وروسته مزدوران د مرمت لپاره کان ته ښکټه شوي ول چا دا پېښه رامنځ ته شوه.
د نوموړي په وینا، مړه شوي دواړه مزدوران د افغانستان سره تړاو لري. نوموړی وايي، د سکرو کان تړل شوی او د مالک پر ضد یې مقدمه درج شوې ده.
په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې د مرګژوبلې زیاتره پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او د سیند په ځینو برخو کې کېږي چې لامل یې د مزدورانو لپاره د حفاظتي او نورو اسانتیاوو نه شتون او د قانون نه عملي کېدل ښوول کېږي.
د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.