ملګري ملتونه: افغانستان کې د لوږې زیاتېدو یو مهم لامل د اقلیمي بدلون ناوړه اثرات دي

د افغانستان د فارياب ولايت په ميمنه کې سېلابي اوبو يو کور زيانمن کړی ـ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي چې په افغانستان کې د لوږې زیاتېدو یو مهم لامل د اقلیمي بدلون ناوړه اثرات دي.

په کابل کې د هغې ادارې مرستیال ویاند ضیا الدین ساپي د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د اب و هوا بدلون له کبله پرله پسې سېلابونو او وچکالیو د افغانستان ټول ولایتونه اغېزمن کړي دي.

دی وايي چې افغانستان د نړۍ پر کچ د اقلیمي بدلون د زښتو ځپل شویو هېوادونو په قطار کې پر شپږم ځای دی او همدا د لوږې د زیاتېدو لوی لامل دی.

د ساپي په خبره، یوازې سږ کال له ۱۶۰،۰۰۰ زیات کسان سېلابونو ځپلي او شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کورونه او په زرګونو هېکټره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون یوشمېر نړیوالو خیریه سازمانونو په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د بشري بحران پر ژورېدو اندېښنې څرګندې کړې دي او وايي چې د تمویل کمېدو له وجې په سمه توګه د مېلیونونو وګړو مرسته نه شي کولای.