امريکا وايي مسکو د اوکراين په جګړه کې د شمالي کوريا د زرګونو سرتېرو کارولو اراده لري

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن يوې غونډې ته د وينا پر مهال ـ انځور له ارشيفه

امریکا وايي داسې معلومات لري چې شاوخوا ۸،۰۰۰ شمالي کوریايي سرتېري اوسمهال له اوکراین سره پر پوله د روسیې په کورسک سیمه کې دي او مسکو "پخه اراده" لري چې هغوی د اوکراینیو ځواکونو پرضد د جنګېدو لپاره ځای پر ځای کړي.

د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اکتوبر پر ۳۱مه په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل چې امریکا دا فکر کوي چې هغه سرتېري به په راتلونکو ورځو کې جبهې ته ولېږدول شي.

بلېنکن تکرار کړه چې که شمالي کوریايي سرتېري ځای پر ځای شي نو هغوی به "مشروع پوځي اهداف" وبلل شي.

بلېنکن وویل چې روسیه شمالي کوریايي سرتېري د توپخانې، ډرونونو او د خندقونو پاکولو په ګډون د پلي عملیاتو لپاره روزي چې ورڅخه "ښکاري" چې مسکو یې "د جګړې د لومړۍ کرښې په عملیاتو کې د کارولو پخه اراده لري".

روسیې او شمالي کوریا لا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

هغه زياته کړه دا ښيي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له اوکراين سره په جګړه کې "له ۶۰۰،۰۰۰ څخه د زياتو سرتېرو تر وژل کېدو او یا ژوبلېدو" وروسته "نهيلی" شوی دی.

شمالي کوریا او روسیې لا د ناټو د مشر د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې، د ناټو مشر مارک روتې هم د اکتوبر پر۲۸مه په بروکسل (برسلز) کې ويلي ول چې د شمالي کوريا سرتېري د اوکراین پولې ته نېږدې د روسيې په کورسک سيمه کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي زياته کړې وه، دا اقدام څه باندې دوه کاله مخکې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل په ترڅ کې "په کړکېچ کې د پام وړ اضافې" ښکارندويي کوي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او په وروستیو میاشتو کې یې پر هغه هېواد بریدونه زیات کړي دي.

په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د دواړو خواوو لسګونه زره سرتېري وژل شوي او لکونه ولسي وګړي بې کوره او کډوال شوي دي.

د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون یوشمېر هېوادونو پر اوکراین د حملې له کبله پر روسیې پراخ بندیزونه لګولي دي.