نوموتی ولسي او مزاحمتي شاعر صابر احمد صابر په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو

صابر شاه صابر د کارګرانو په غورځنګ کې فعاله ونډه لرلې ده ـ پخوانی انځور.

د پښتو ژبې نومیالی ولسي شاعر صابر احمد صابر د ۷۸ کلونو په عمر کې مړ شوی دی.

د صابر ملګري او شاعران وايي چې نوموړی له څو کلونو راهیسې ناروغه وو چې د اکتوبر پر ۳۱مه، ومړ او په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو. صابر په ۱۹۴۶ز کال کې په سوات کې زېږېدلی وو خو په ځوانۍ کې په کار پسې کراچۍ ته ولاړ او هم هلته پاتې شو.

صابر استاد خوږ غږ لرلو او ځینې سندرې یې هم ریکارډ کړی وې. هغه په ۲۰۱۲ز کال کې مشال راډیو ته په مرکه کې ویلي ول چې تر ۴۰ کیسټې یې کړي دي.

د صابر استاد شاعري مشهورو سندغاړو هم ویلی او "په غریبۍ چې مې شرمېږې بیا نه راځمه ـ خیر دی چې ته پرې خفه کېږې بیا نه راځمه" غزل یې ډېر شهرت موندلی وو.

فرزانې، وږمې، سردار یوسفزي او ځینو نورو سندرغاړو د هغه شعرونه زمزمه کړي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

صابره تماشې ته به ولاړ وي مخلوقات

د صابر ملګري او قانونپوه منان باچا مشال راډیو ته وویل چې نوموړي له ۱۹۷۰ز لسیزې راهیسې د کارګرانو او مزدورانو په غورځنګ کې فعاله ونډه درلوده. د صابر دوه شعري ټولګې خپرې شوې وې او د یو ولسي، مقاومتي او انقلابي شاعر په توګه پېژندل کېده.