امریکایان د نومبر پر پینځمه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه اخلي چې اغیز به یې په ټوله نړۍ کې محسوس شي، خو شنونکي وايي چې د هغو انتخاباتو نتیجې د بل هیواد پرتله پر اوکراین ډېر اغېز کولای شي.
د ولسمشرۍ کاندیدان ډونالډ ټرمپ او کاملا هېریس، د اوکراین د ملاتړ په اړه دوه خورا مختلف دریځونه لري، خو دا به کتل کېږي چې دوی د اوکراین په اړه خپله پالیسي څنګه عملي کوي. ځینې شنونکي بیا وايي چې پرته له دې چې د نومبر پینځمې انتخابات څوک ګټي، د امریکا راتلونکی ولسمشر به په اوکراین کې د جګړې پای ته د رسولو هڅه کوي. دا ځکه چې د روسیې پر وړاندې د اوکراین دفاع د امریکا له پوځي، مالي او سفارتي ملاتړ سره تړلې ده.
د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت په ۲۰۲۲ز کال کې په اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې اوکراین ته د ۲۵ اربه (میلیارد) ډالرو ژمنه کړې او په دغه هېواد کې یې د مالي او بشري مرستو لپاره نور اربونو ډالر ځانګړي کړي دي.
د مشال راډیو د خبر له مرکزي څانګې سره په خبرو کې د لندن د کینګز کالج د شخړو د مطالعاتو د څانګې مشر ښوونکی روت ډییرمونډ وویل چې په اوکراین کې په راتلونکو څو میاشتو کې څه پېښیږي، دا ټول د امریکا د ولسمشریزو انتخاباتو په نتیجو پورې تړلې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د انتخاباتو له نتیجو به معلومه شي چې ایا امریکا د تیر په شان د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي او که د دې ملاتړ ساتل تر یوه حده محدودوي.
هغه وویل "په انتخاباتو کې برخه اخیستونکي د رېپبليکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ او د ډېموکراټ ګوند نومانده کاملا هېریس د اوکراین د ملاتړ په اړه بېلابېل دریځونه څرګند کړي دي.
هېریس ویلي دي چې هغه به له اوکراین سره د بایډن پالیسۍ ته دوام ورکړي. کله چې له ډانلډ ټرمپ څخه د اوکراین په اړه د امریکا د ملاتړ په اړه پوښتنه وشوه، نو نوموړي وویل چې اروپا باید د روسیې د یرغل پر وړاندې د کییف د ملاتړ دروند بار پر خپله غاړه واخلي. هغه د ناټو راتلونکی له شک سره مخامخ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې که هغه منتخب شي، نو جګړه به "ژر تر ژره پای ته ورسوي."
ټرمپ په دې اړه لږ څه ویلي چې څنګه به د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو هڅه وکړي. نوموړي د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې اشاره وکړه چې هغه به هڅه وکړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین لپاره د مرستو د زیاتولو په ګواښ خبرو اترو ته وهڅوي او د مرستو د تړلو په ګواښ به د اوکراین پر ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي فشار راوړي.
اوکراینیان وېره لري چې په بيړه کې د سولې د تړون لپاره هر ډول فشار به روسیې ته ګټه ورسوي، د دوی شاوخوا پينځمه برخه به د مسکو تر کنټرول لاندې پاتې شي او پوتین ته به موقع ورکړي چې د راتلونکي برید لپاره د خپلو ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره د جګړې له بندولو څخه کار واخلي.
دا خبره روښانه نه ده چې په دوی کې څوک انتخابات ګټي او په حقیقت کې به څه کوي، خو یو شمېر عوامل شته چې کولی شي د راتلونکي ولسمشر پر کړنو اغیز وکړي.
د زېلېنسکي حکومت د بایډن له ادارې خپه دی او ویلي یې دي چې د امریکا پوځي مرستې خورا ورو او له ډېرو محدودیتونو سره راځي. د کييف د پرلپسې پرله پسې غوښتنو باوجود بایډن اوکراین ته اجازه نه ده ورکړې چې د امریکا د اوږد واټن توغندي په روسیه کې دننه د برید لپاره وکاروي.
هېریس دا نه ده څرګنده کړې چې ایا هغه به مرستې ګړندۍ کړي او محدودیتونه به ورباندې کم کړي او که نه.
په دې هر څه کې يو مهم اړخ د کانګرس رول دی. په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشران د بهرني سیاست په اړه ډېر واک لري، کانګرس د مالي مرستو د منظورولو یا نه منظورولو اختیار لري او کولی شي سپینه ماڼۍ دې ته اړه کړي چې د اوکراین د پوځي او مالي ملاتړ په برخه کې خپل دریځ وړاندې کړي.
د نومبر پينځمې په انتخاباتو کې د امريکا په سېنېټ او استازو جرګه کې بدلون راتلی شي، او داسې ښکاري چې ډېموکراټان به د استازو جرګه کې او رېپبليکن ګوند به په سېنېټ کې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي.
د ټرمپ یو پخواني سلاکار کرټ وولکر په اکتوبر کې د مشال راډيو مرکزي څانګې ته وویل چې که داسې وشي نو دا به د اوکراین لپاره ډېر ګټور حالت وي، ځکه چې د رېپبليکن ګوند تر کنټرول لاندې سېنېټ به د اوکراین د مرستې ملاتړ وکړي.
خو د بهرنيو اړيکو د شورا په نوم د څېړنیز مرکز یو شنونکي چارلس کوپچن مشال راډيو ته ویلي چې پرته له دې چې انتخابات څوک ګټي، غالب امکان دا دی چې امریکا به اوکراین د خبرو اترو لور ته بوځي، ځکه چې د اوکراین جګړه د غربي هېوادونو پر وسایلو فشار راوړي.
نوموړي زیاته کړه چې ۲۰۲۵ز د ډېپلوماسۍ کال دی او له اوکراین سره د مرستو بندول د دواړو خواوو د خبرو مېز ته د راوستلو لاره نه ده.