د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو او د ډېره اسماعیل خان په ضلعو کې د ګوزڼ دوې نوې پېښې مخې ته راغلي دي چې دا ډول په پاکستان کې سږ کال د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۴۵ ته لوړ شوی دی.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، له دې سره روان (۲۰۲۴م) کال په خیبر پښتونخوا کې په پولیو د اخته ماشومانو شمېر نهو ته لوړ شو. پر دې سربېره سږ کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۲، په سیند کې ۱۲ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
په خیبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه په جنوبي ضلعو کې د وروستۍ ناامنۍ، وسلوالو بریدونو او ګواښونو له کبله د پولیو د کېمپېین چارې اغېزمنې شوې دي.
په شمالي وزیرستان کې د اکتوبر پر ۲۹مه وسلوالو د شوه په سیمه کې د پولیو ټیم یرغمل کړی و او د هغوی له ساتونکو پولیسو یې وسلې اخیستې وې. په هغه ورځ په اورکزیو کې وسلوالو د کېمپین دوه ساتونکي پولیس سرتېري وژلي ول.
د لکي مروت د صحت محکمې مشر ډاکټر عبدو ګل وزیر او د پولیو پروګرام کوارډینېټر ډاکټر وقاص احمد خان مشال راډیو ته وویل چې د پولیو د کېمپېن د بریا لپاره هر ډول هڅې کېږي، خو د خلکو په ذهنونو کې منفي تبلیغات او وروستۍ ناامني ستونزې جوړوي. خو بیا هم دوی هڅه کوي چې د ماشومانو واکیسنولو لپاره هر کور ته ځان ورسوي.
ډاکټر وقاص احمد وویل چې د ناامنۍ له کبله یې کارکونکي ځینې سیمو ته نه شي رسېدلی او بله لویه ستونزه هغه خلک دي چې خپلو بچو ته د پولیو ضد له څاڅکو ورکولو انکاري دي.
په بنو، وزیرستان، او لکي مروت کې د پولیو د کېمپېن ځینې کارکونکو، چې د امنیتي وېرې له امله یې خپل نومونه نه غوښتل یاد شي، مشال راډیو ته وویل چې په ډېرو کېمپېینونو کې دوی خپل هدف ته نه رسېږي.
دا هم وګورئ:
د پولیو مخنیوي پروګرام: د خیبر پښتونخوا زیاتره ګوزڼ وهلي ماشومان نه ول واکسین شويپه پاکستان کې د ګوزڼ ۷ ورځنی واکسیني کیمپېن روان دیپه اورکزو کې وسلوالو د پولیو واکسيني کيمپېن ساتونکي ۲ پولیس وژلي ديپاکستان کې يو ځل بيا پوليو ناروغي زياته شوېپاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې زياتره يې د هلمند او کندهار دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.
په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د لسګونو ضلعو په ناپاکه اوبو کې پولیو وایرس موندلی دی.
روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.
د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.
په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.
دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.
له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو.